موږ ټولو د خپل ژوند په ځینو وختونو کې د وخت څرک له لاسه ورکړيدي که هغه ناوخته اوسیدل وي، د وخت کمبودي کله چی کوښښ کوئ یو مهمه پروژه ختم کړئ، او یا هم د تمرکز له لاسه ورکول کله چي باید تاسی متمرکز واوسئ.

Flaticon Icon

د وخت مدیریت د هر شخص لپاره طبیعي نه رامنځته کیږي لیکن میتودونه شتون لري کوم چی کولای سو کومک وکړي تر څو تاسې د تقسیم اوقات په سر او د ګیم څخه مخکې واوسئ.

د هغه چي مهم دي تعقيبول

که چیرې موږ وپوهیږو چې کوم څه باید ترسره کړو، لومړيتوب ورکول موږ تغ اجازه راکوي ترڅو په تر ټولو مهم کار چی زموږ مخته وي ورباندې تمرکز وکړو. دا زموږ سره مرسته کوي ترڅو هغه شیان چی موژ باید ترسره کړو، او هغه شیان چی موږ به يې په ترسره کولو خوشحاله سو په منځ کې ترتیب وساتو.

زموږ تقسیم اوقات په هغه شیانو سره ډکول کوم چی زموژ لپاره ضروري نه وي ترسره کړو، د هغه کارونو لپاره چي باید ترسره کړو لږ وخت پریږدي

Byte Author Uploaded Image

ترتیب کلي ده:

زموږ لومړیتوبونه ترتیب کول د هغه کارونو لپاره چی باید مکمل سي د حقیقي محال وېش جوړول په بر کي نيسی. د شیانو لیکل کمک کوي ترڅو یو لیدونکی محال ویش چی کوم څه باید ترسره شي وساتو

مثال: د مکتب لپاره یو مقاله لیکل.

مرحلې:

  • یو موضوع انتخاب کړئ

  • پلټنه

  • دلیلونو ته پرمختګ ورکوئ

  • مقاله ولیکئ

  • ماخذونه اضافه کړئ

  • ايډيټ (سمونه)

د هري مرحلې لپاره وخت ډیزاین کول ستاسو سره کومک کوي ترڅو خپل کارونه اداره کړئ څو وکولای سی مقاله پر وخت مکمله کړئ. دا په اخیري دقیقه کی د بیړي احتمال او چانس کموي

Byte Author Uploaded Image

پر وخت پاته کیدل:

ایا کله مو د یو څه وخت لپاره یو کار ترسره کوئ او وروسته مو وخت ولیدئ، دا فکر مو وکئ چې دا چیرې ولاړئ؟ د ټایمر ثبت کول کمک کوي څو اګاه اوسو چې څومره وخت د مشخص کارونو لپاره ضرورت لرو، کوم چی زموږ سره کومک کولای سي څه وخت دا کارونه په اینده کي ترسره کړو.

ټایمر همدارنګه کولای سي چي موږ ته خبر راکړي څو وقفه واخلو او یا په کوم بل څه کار وکړو، څو وکولای سو خپل تقسیم اوقات متوازن وساتو.

مخکي تر مخکي اماده ګي ونیسئ

که تاسو داسې توقع لرئ چي یو مصروفه ورځ ولرئ، نو هغه شپه مخکې یو څه وخت واخلئ څوهغه شیان چی تاسي به ورته ضرورت ولرئ منظم کړئ.

د مثال په توګه تاسي یو مصروفه کاري ورځ لرئ لیکن خوښ به سئ چي سهارنی قدم وهل ترسره کړی، هغه د ځغستا بوټونه او تمریني تجهیزات کوم چی تاسی مخکي شپه اماده کړي وي دا مانا لري چی دا به ستاسې لپاره هغه وخت چی تاسې ویښ سئ اماده به وي. تاسي به لږ وخت او انرژي استفاده کړئ سهار کښي..

Flaticon Icon

اګاه واوسئ چی تاسي د ورځي په جریان کي څه ډول احساس لرئ. كه چیرې تاسې انتخابونه ولرئ، مهم فعالیتونه محالویش کړي هغه وخت چی تاسو ډېر با انرژي او متمرکز احساس وکړئ. که چیری تاسي په یو پرژه باندي له یو ټیم سره کار کوئ، کارونه ووېشئ تر څو ډېر موثره تمام سي.

Quiz

انجیلا د ناوخته اوسېدلو عادت لري. هغه یو وظیفه لري او پر وخت را رسیږي لیکن هغه عموما اوږده د غرمې د ډوډي وقفه اخلي. هغه وایي چې په آسانی سره د وخت څرک له لاسه ورکوي. انجیلا څه کولای سي ترسره کړي کوم چی به له دې سره کومک وکړي د خپل وقفو څرک وساتي؟

اقدام وکړه

ژوند کېدای سي ډېر مصروفه اوسي او ځینې وختونه داسې احساس کېدای سي چی باید ډېر شیان ترسره کړو.

لومړیتوب ورکول، منظم اوسیدل او د وخت څرک ساتل کوم چې موږ په یو کار باندی مصرفوو، کولای سي کومک وکړي  څو يو ناراحت تقسیم اوقات په یو ډېر منظم او ګټور محالویش باندي بدل سي.

دا هم ډېر مهم دی څو یاد وساتو چې د وقفې لپاره وخت واخلو تر څو خوراک، خوب، آرام اوسو ددې برعلاوه چي زموږ ژوند ممکن څومره مصروفه اوسي

Photo by Pawel Janiak on Unsplash Photo by Pawel Janiak on Unsplash

د دې وسیلو څخه یو یې غوره کړه او هڅه یې وکړی!

د اونۍ په پای کې منعکس کړئ: ایا ما د خپل وخت ښه ګټه پورته کړه؟

License:

Your feedback matters to us.

دغې درس ما سره مرسته وکړه تر څو موضوع په ښه توګه زده کړم

Get support to take action on this Byte