خوب د ډیرو دلیلونو لپاره مهم دئ: په اصل کي دا هغومره مهم دئ څومره چي پرهېز کول، غذا خوړل، او ورزش کول دي. دا ستاسو له بدن سره کمک کوي څو په صحيح ډول اجراآت ترسره کړئ. توجه او تمرکز، کړني، یاداښت، او ټوله فزیکي او مغزي صحت پراخوي.
د خوب کمبودی نه يواځې په لنډ محال کې مهم دي بلکي په اوږد محال کې د صحي ننګونو د رامنځته کيدو باعث ګرځي لکه قلبي حملې، رواني صحت پيښي، او لوړ د وینې فشار.
خوب مو بهتره کړئ!
دلته ځینې لارښوونې دي چي ستاسو سره ستاسي خوب ته په پرمختګ ورکولو کي کومک کوي:
ورځنی د چپې سترګي خوب یا څو دقیقه یي خوب کم کړئ
په منظم ډول ورزش وکړئ لیکن نه د خوب د وخت څخه مخکي
د ورځي په جریان کي روښنايي ته مخامخ کېدل زیات کړئ او د ماښام لخوا مضرو وړانګو ته مخامخ کېدل کم کړئ
د الکول او کافېن څخه د ورځي په ناوخته حصه کې استفاده مه کوئ
د شپې ناوخته خوراک او څښاک څخه منع وکړئ
کوښښ وکړئ پر مشخص وخت بیده او ویښ سئ
د میلاتونین مکمل (supplement) واخلئ
خپل د خوب د خوني چاپیریال تاریک، یخ، آرام او د یو راحت بستر سره منظم کړئ
راحت بخښونکي تخنیکونو څخه استفاده وکړئ
Quiz
که چیرې تاسو غواړئ چي ښه خوب ترلاسه کړئ لیکن تاسو له خوب څخه مخکي یو څه یخ احساس کوئ، کوم یو له دې څخه باید تاسو ترسره کړئ؟
اقدام وکړه
پورته درکړل سوي لیسټ بیا ځل وګورئ او دوه یا زیات شیان مشخص کړئ چي کېدای سي ستاسو خوب خرابوي.
او بیا کوښښ وکړئ چي د یوې هفتې لپاره هغه بدل کړئ، نوټ کړئ چی څه تاثیر لري؟ ایا تاسو ډېر راحت احساس کوئ؟
Your feedback matters to us.
دغې درس ما سره مرسته وکړه تر څو موضوع په ښه توګه زده کړم