مغزی طوفان یو مؤثره وسیله ده څو په نفساني ډول د منفردو اشخاصو او ګروپونو نظریات وهڅوي. تر څو وروستني لویه نظریه د یو کامیابه مغزي طوفان څخه تولید کړای سی، تاسو ځینو اسان کوونکی تدبیرونو ته ضرورت لری.

څه ډول یو موثره اسانګر اوسیدلای سو

Photo by Emily Morter on Unsplash

ددې لپاره چی یو کامیابه مغزي طوفان توليد کړو، دلته یو څه لارښوونې دي:

  • هوښيارو پوښتنو ته وخت وقف کړي

تر هغه نقطې سوالونه کوم چی کولای سي د مغزي طوفان ګټورتیا اعظمي کړي. مطمين اوسئ چې د اهدافو یو صاف تصویر مو کښلی اوسي او د مشکل حل کوونکی حالت مو غوره کړی اوسي.

  • مقدار مهم دئ

د مغزي طوفان هدف دادی تر څو د امکان تر حده نظریات تولید یا رامنځته سي. د هر ګډون کوونکي نظریات اخیستل او تشویق کول. د تحریک ساتل به د ګډونوالو د تخلیق یا خلاقیت څراغ روښانه کړي.

  • د قضاوت منع کول

د نظریاتو حوض ممکن شنډ سي که چیری د انتقاد بیره شتون ولري. د ګډون کوونکو لپاره محفوظ او راحت چاپیریال مساعد کړی ترڅو دوی نظریات څرګند کړی یا خبرې وکري. اجازه ورکړئ څو نظریات د انرژي او تشویق په فضا کی روان اوسي.

  • ځنګلتيا قبوله کړئ

هیڅکله یوې لویي نظريې و نورم یا اساس ته سر ندئ کښته کړی. د انرژي تخم وکرئ او اجازه ورکړئ چی نظریات و الوزي. د یو مختلفه ګروپ د اشخاصو نظریاتو ته ښه راغلاست وواياست ، تاسو به د نوښت او تازه نظریاتو څخه حیران سئ.

  • جوړښت وکئ، ترکیب وکړئ او پراختيا رامنځته کړئ

د شته ځوابونو څخه يو لار جوړول یوه موثره ستراتیژي ده چی یو حل لاره جوړ کړو. اجازه ورکړئ چی نظریات وبهیږي، ترکیب سي او پراختیا ومومي. د حل لارو یو رسامي به په جوړیدو پیل وکړی.

Photo by Randy Fath on Unsplash

Quiz

کله چي یو شخص ډیر شرميږي تر څو خپل نظریات ستاسي په یو ګروپ کی ووایي؛ کوم څه به کومک وکړي څو نظریات روښانه سي؟

لاري چي نظريات روښانه کړي

  • د پروسې ماتول یا وېشل په برخو

    تاسو کولای سئ چي پروسه تجزيه کړئ که چيري ګډونوال ځانونه بې ځوابه يا غمېدلي احساسوي. يو غټ تصوير په څو ټوټو وېشل او د يوې حصې ټاکل تر څو توجه پر وسي، کولای سي چي د اثر په چابک والي کي کومک وکړي.

  • معکوس مغزي طوفان

    ددې پرځای چي فکر وکړئ د هغه څه په هکله چی ستاسو سره کومک کوي څو هدف ترلاسه کړی، ددې په هکله فکر وکړئ چی کوم څه تاسو منعه کوي. د معکوسي کړنلارې غوره کول به تاسو ته یوه نوې لاره د خپل هدف په وړاندې درکړي.

  • آزاده لیکنه

    دا کړنلاره ګډونوال تشویق کوي ترڅوهرهغه څه چی ددوی مغز ته راځی ولیکی. ګډونوالو ته یو معین وخت ورکول سوی د ۵ څخه تر ۱۰ دقیقو چي په دوامداره ډول لیکنه وکړي. نوی زاویې او نوي نظریات په ډیرآسانی سره په یو راحت او مناسب چاپیریال کي جوړېدلای سي.

Quiz

څه ډول کولای سی چی په مغزي طوفان کی د امکان تر حده نظریات ترلاسه کړی؟

اقدام وکړه

Photo by Breno Machado on Unsplash

مغزی طوفان شاید هر وخت قناعت بخش حل لارې رامنځته نکړي بلکي تر هغه وخته چی دا په یو غوره ساختمانی کړنو سره اجرا سوي وي. خپل د مغزي طوفان پروسې ته سرعت ورکړئ د پورتني لارو پواسطه، نو تاسو به یوه صافه لاره د خپل اهدافو لپاره ترلاسه کړئ.

د دې لارښوونو څخه کوم به تاسو په خپله راتلونکې مغزی طوفان ناسته کې هڅه وکړئ؟

License:

Your feedback matters to us.

دغې درس ما سره مرسته وکړه تر څو موضوع په ښه توګه زده کړم

Get support to take action on this Byte