د ځان په اړه مثبت عکس العمل رامنځته کول - یا د ځان په اړه په اړه مثبت احساس کول پرته له دې چې څه ډول ښکاري. د روغتیا، خوښۍ، پرمختګ او ځواکمنتیا کیلي ده. کله چې تاسو ځان هوسا احساسوئ، دا به سخته وي، چې په کوم بل شي تمرکز وکړئ، یا د خپل ځان لپاره روغتیایي ټاکنې وکړئ.

که تاسو د خپل بدن یا ظاهري بڼې په وړاندې منفي احساسات لرئ، تاسو یوازې نه یاست.

شاوخوا %۹۰ میرمنې وايي، چې دوی له خپل ځان څخه ناخوښه دي.

که څه هم میرمنې په خاص ډول د ځان په اړه ښه تصور نه لري؛ نارینه هم د ځان په اړه د تصوراتو سره چندان راحت نه دي.

دې بایټ کې به پنځه پړاوونه د ځان په اړه د تصور په اړه وړاندې شي او هر بایټ به د لوبې پلان هم ولري.

Byte Author Uploaded Image

تشخیص

تاسو باید د ټولو هغه پیغامونو څخه خبر شئ کوم چې تاسو ته راجع کېږي او ستاسو په ښکلا او فزیکي ځانګړتیاوو تمرکز کوي. تشخیص یې کړئ چې ستاسو څومره فکرونه او کړنې ستاسو د ځان په اړه د تصور په برخه کې راڅرخي.

Byte Author Uploaded Image

د فزیکي ښکلا معیارونه چې موږ یې په رسنیو کې وینو تل د لاسرسي وړ نه وي. موږ ډیری وختونه د ښکلا یو اړخ  ګورو: جګ، ځوان، نرۍ، سپین، مګر د غنم رنګ (یا د پوست روښانه رنګ لرونکي خلک) او هغه جلد چې لکه داره، ګونځې یا هم سوري وي. دا هر څه دا پیغام رسوی چې زموږ ارزښت په فزیکي بڼه کې دی، مګر حقیقت دادی: ستاسو انعکاس ستاسو ارزښت نه ټاکي

د لوبې پلان

دمه وکړئ! د یوه رسنیز اعلان وقفه مرسته درسره کوي تر څو هغه پیغامونه درک کړئ، چې ستاسو د ظاهر په پار تاسو ته راجع کېږي.یوه ورځ، اونۍ یا حتا یوه میاشت دمه واخلئ تر څو د امکان تر حده د رسنیو څخه مخنیوی وکړئ.د دې تصور له کولو څخه پرته، تاسو د هغه موضوعاتو په اړه نور حساسیت هم پیدا کوی، چې حقیقت نه دي او یا تاسو مضطرب کوي. تاسو کولای شئ ټولې هغه رسنۍ بندې کړئ چې ستاسو د ارزښت او د ځان په اړه د تصور په برخه کې بې نظمي رامنځته کوي.په خپله ظاهري بڼه تمرکز کول تاسو ته واک درکوي، چې د ځان په اړه ښه تصور وکړئ.

Quiz

Focusing on improving your appearance will lead to a more positive body image.

پژواک /منعکسول

تاسو هغه اغېز ته توجه وکړئ کوم چې ستاسو په اړه حقیقي نه دي، خو ستاسو په ژوند یې اغېز ښیندلی.

د رسنیو له خوا ملاتړ کیدونکی کلتور په پراخ ډول اعتراضي بڼه باندې اتکا کړې ده ـ یا دوی کسان د بدن د غړو په ډول ښکاروي؛ نه د ناتکمیل بشپړ انسان په ډول. دا موږ اړ کوي، تر څو په مکرر شکل خپل ځانونه وګورو، چې دوی نورو ته څنګه ښکاري.دا تمایل چې موږ څه ډول ښکارو، (حتا کله چې موږ ټول یوازې وو) موږ ته د خپل ځان ارزښت ټیټوي.په نهایت کې دا د غیر منظم خوړو د خوړلو په سبب کیداي شي د ټولنیزو فعالیتونو غوره کول، ځان ته زیان رسول او د خطرناک او قیمتي زینتې جراحي سبب هم کیداي شي.

Byte Author Uploaded Image

د لوبې پلان

د خپلې ښکلا عادتونو او ورځنۍ چارو لېسټ جوړ کړئ.د وخت، انرژي او پیسو په شمول چې تاسو يې په خپل ظاهر  مصرفوئ.په دې اړه فکر وکړئ، چې ایا دا کوم وخت، هڅې، یا پیسې په بل فعالیت، یا په نړۍ کې د برخه اخیستنې باندې مصرف کیداي شي.خپلو افکارو ته پاملرنه وکړئ، چې چېرته دي، کله چې غواړئ د منظم ژوند په اړه فکر وکړئ!آیا تاسو تصور کوئ، چې د تمرین، په مارکېټ کې د رانیولو پر مهال او یا هم د ملي بس د چلولو پر مهال څنکه معلومیږئ؟ دا حقیقت منعکس کړئ، چې تاسو د ښه لیدلو پرتله د ډیر څه وړ یاست.

که چېرې تاسو د خپل ظاهر په اړه سوچ نه کولای یا دې کار ستاسو د مغزي انرژي ډېره برخه نه وای نیولې نو ستاسو ژوند به څنګه متفاوت وای؟

بیا ځل تعریف

هغه اهداف پریږدئ، چې په ظاهرې بڼې یا شمیرو لکه د وزن په اندازې اړه ولري، بلکې د فیټنیس هدف تنظیم کړئ.

Byte Author Uploaded Image

د ځان شعور کمولو او د خپل بدن سره د ډېرې مینې کولو یوه قوي لاره د خپل فزیکي ځواک له لارې ترسره کېداي شي. ستاسو بدن داسې وسیله ده چې په نړۍ کې باید د ښو لپاره وکارول شي، نه یو لیدونکي ګاڼه چې د نورو لخوا وستایل شي. تاسو دا ځواک لرئ، چې پریکړه وکړئ، چې سالم بدن څه ډول ښکاري.که ستاسو اوسنی تعریف ستاسو لپاره کار نه کوي، بدل یې کړئ! خپل بدن ته د هغه څه لپاره ارزښت ورکړئ، چې دا یې کولاي شي نه چې څه ډول ښکاري.

Game Plan

هغه اهداف پریږدئ، چې په ظاهرې بڼې یا شمیرو لکه د وزن په اندازې اړه ولري، بلکې د فیټنیس هدف تنظیم کړئ. ښکاري یا د شمېرو پر اساس دي لکه د وزن اندازه کول او پرځای یې د فټنس هدف تنظیم کړئ. خپل اهداف تنظیم کړئ، چې تاسو څنګه احساس کوئ او ستاسو بدن څه کولای شي، نه يواځې چې څه ډول ښکاري.د پخوا په پرتله ځغاسته، لامبو، بایسکل چلول، یا هم اوږد مزل کول زیاد کړئ. یو شمیر ناستې، د فیټنیس ټولګي او د وزن پورته کولو رژیمونه ترسره کړئ. هر څه چې تاسو کولای شئ نو په دوامداره توګه د ترسره کولو څخه یې خوند واخلئ. د خپل ملګري سره د خپلې موخې لپاره کار وکړئ او په ګډه د اډرینالین (adrenaline) چټکوالی تجربه کړئ، ځکه چې ستاسو د روغتیا پروسه پرمختګ کوي!

Quiz

لاندې کوم اهداف به ستاسو د بدن د شکل په وده کې مرسته وکړي؟

پوښتنه

زیان رسونکي پیغامونو سره مبارزه وکړئ، کوم چې ستاسو د ځان په اړه تصور ته زیان رسوي. مثبت ټکي یې پرځای وکاروئ.موږ د بدن د ناممکن عکس معیارونو پر وړاندې مبارزه کولو ځواک لرو او په خپل وار سره د بدن د مثبت عکس تعریف کولای شو. زیان رسونکي نظرونه رد کړئ او هغه پیغامونو واوري چې د هغه سره ځان او نور ځواکمن احساسوئ. دا یوه دوامداره پروسه ده چې تاسو یې هره ورځ تمرین کولای شئ.

Byte Author Uploaded Image

د لوبې پلان

د خپل نفوذ په ځایونو کې د هغه څه په اړه چې ستاسو بدني انځور یې بې نظمه کړی خبرې وکړئ. د پردیو، خپلوانو، د کورنیو غړو او حتا د ځان په اړه هغه نظریاتو سره مقاومت وکړئ، چې ستاسو د ظاهري ځانګړتیاوو له مخې شوي دي.د دې پر ځای، تاسو په خپلو خبرو د خلکو په نه ښکاریدونکو صفاتو ښې خبرې وکړئ او قوي ټکي یې ورته ووایاست. ستاسو الفاظ کولای شي په هغه خلکو چې ستاسو شاوخوا دي ډېر اغېز وکړي او له دې هاخوا دا کار ستاسو لپاره هم ښه دی، ځکه چې مثبت فکر درکوي.

Quiz

د نورو په وزن کې د هغوی ستاینه کول په نورو کې د بدن مثبت عکس العمل راوستلو لپاره ډېر ښه لاره ده.

په نرمۍ را پورته شئ!

د دردناکه ځان تصورۍ د کشمکشونو او وروسته پاتې کېدو په ځواب کې مقاومت غوره کړئ!

Byte Author Uploaded Image

مقاومت هغه وړتیا ده، چې ستاسو ژوند له ننګونو څخه ساتي او تاسو پیاوړي کوي. د خپل ځان تصور د شاتګ په اړه دا مفکوره عملي کړئ، لکه څنګه چې یوه تریخه تبصره ستاسو د ظاهر، وزن کمونې/ترلاسه کولو، یا روغتیایي موضوع او یاهم ټپي کیدو سره ربط لري.

تاسو هر وخت یوه ټاکنه لرئ، چې څنګه له خپل شاتګ سره مخته لاړ شئ. نو ولې په هغه لارو باید مخته لاړ نه شو، کومې چې موږ ته د ځان په اړه مثبت یا ښه تصور راکوي؟

د لوبې پلان

ټولنیز قوت: د خپل ځان په اړه منفي خاموشي ماته کړئ، له نورو سره یو ځای شئ او د خپل ځان تصور مثبت کړئ. خطر ومنئ او خپل درد له نورو سره شریک کړئ، تر څو اړیکې مو پیاوړې او ستاسو ترڅنګ د نورو د قوت لامل هم شي.ذهني قوت: په منتقدانه ډول هغه کلتوري او رسنیزو مفکورو ته توجه وکړئ، چې موږ ته خپله ښکلا او ارزښت څنګه ښکاري. د دې ډول منفي نظریاتو په اړه شعوري ویښتیا د حل یوازینۍ لاره ده، چې کولای شي په وړاندې یې مقاومت وکړي. روحي قوت: دا قوت مو په عباداتو، لمونځونو، یوګا، له رب سره په یوازېتوب او.... حل کړئ! یاده کړنه تاسو ته واک درکوي، تر څو دې حقیقت ته ورسېږئ، چې له دې دنیوي ژوند څخه هاخوا ستاسو د ژوند مقصد څه دی او یاهم ستاسو ژوند اهمیت لري. فزیکي قوت: د کنټرول او ځان درناوي په برخه کې ډېر قوت لاسته راوړئ، خپل بدن د یوې زینتي وسیلي په ډول ساتنې څخه غوره دا ده، چې د فزیکي قوت ترلاسه کولو لپاره یې وکاروئ!

اقدام وکړه

راځئ چې د ځان د مثبت تصور پر لاره بیا ولاړ شو، په هر هغه رفتار چې تاسو د دې مرحلو سره مبارزه غوره کړئ. هغه رفتار چې تاسو د دې لارې سره د مبارزې لپاره غوره کړې دي.

۱: ډیر باندني پیغامونه تکرار کړئ، چې ستاسو د ځان په اړه تصور ته زیان رسوي. معلوم کړئ چې ستاسو څومره افکار او اعمال د ظاهري بڼې شاوخوا حرکت کوي.

۲: په دې اړه فکر وکړئ، چې د ښکلا د تنګ نظرو نظریاتو ستاسو په ژوند څه اغیز کړی دی.د وخت، پیسو او انرژۍ لېسټ جوړ کړئ، چې تاسو د ظاهري اندیښنو ته وقف کړې دي.

۳: د لا پیاوړي کولو لارو کې د ځان تصور معیارونه بیا تنظیم کړئ. په شعوري ډول تمرکز کولو سره چې تاسو څنګه احساس کوئ او ستاسو بدن څه کولای شي. د فټنس او ​​فعالیتونو اهداف وټاکئ؛ د وزن او ظاهري اهدافو خبره پریږدئ!

۴: د هر ډول زیان رسونکي پیغامونو په وړاندې مقامت کول او د هر ډول منفی مفکورو څخه چې د ځان اضطراب رامنځته کوي مخنیوی وکړئ.د ملګرو او کورنۍ سره د زیان رسوونکو رسنیو په اړه وغږیږئ، پرته له دې چې د ځان ظاهري تصور په اړه وغږیږئ.

۵: په نرمۍ راپورته شئ او ټولو هغه ننګونو ته چې ستاسو د ذهني انځور په اړه شتون لري ځواب ووایئ!خپل ذهني، ټولنیز، رواني او فزیکي قږت ډېر کړئ دا تر ځان پټونې، یوازېتوب د ځان سمونې غوره لاره ده.

تاسو دننه د بدن اړوند څنګه احساس کوي او څه کولای شي - نه یوازې دا چې څنګه بهر کې څرګندیږئ.کله چې تاسو کولای شئ، خپل بدن د یوې وسیلې په توګه وستایي، چې ښه ترسره کړه نسبت، دې ته چې ښه معلوم شه، د بل چا نظر به د دې توان نه لري، چې د ځانو په اړه ستاسو  تصور تعریف او یا له منځه یوسي.

د دې (۵) مرحلو څخه کوم به کوم لومړی ستاسو سفر  یو مثبت لور ته وي؟

Byte Author Uploaded Image

License:

Your feedback matters to us.

دغې درس ما سره مرسته وکړه تر څو موضوع په ښه توګه زده کړم

Get support to take action on this Byte