موږ ټول عادات لرو.

عادات هغه سلوک دي چی زموږ په ورځني ژوند کې یې تشکیل موندلی دئ او پرته له کومي پاملرنی او فکر څخه په وخت کي تکرار سوي دي.

عمومي عادات د خوب تخت ته په شپه کي تلل او سهار له خوبه پاڅېدل ، د غذا خوړل، د غاښونو برس کول او پریولل په بر کي نیسي.

عادات کېدای سي مثبت اوسي، لکه د سالمې غذا انتخاب کول، په جورنال کې د خپل افکارو او احساساتو په لیکلو سره د هغوی پروسس کول، او په منظمم ډول ورزش کول.

عادات همدارنګه کولای سی منفی نتیجه یا احتمال ولری لکه: سګريټ څکول، غیر سالمه غذا خوړل په منظم ډول، او یا هم د سیټ کمربند نه اغوستل.

نوي عادات جوړول

د نوي عادتو جوړول وخت نیسي. دلته یو عمومي غلطه انګیرنه شتون لري چی ۲۱ ورځې په بر کې نیسی څو یو عادت جوړ کړو. دا په حقیقت کې خرافات دي

حقیقت دادی چی یو عادت جوړول ځینې وختونه میاشتې نیسي. د وخت اوږدوالی په منفرد شخص او د عادت په هدف پوری مربوط دي. دلته هیڅ (یوه اندازه د ټولو لپاره) محال ويش چې یو رویه په عادت بدل کړو شتون نلري. همدا د یو عادت د له منځه وړلو لپاره هم حقیقت لري.

Photo by Drew Beamer on Unsplash

له کوم ځای څخه یې موږ شروع کوو؟

د نوي عادت جوړول بعضي وخت اسانه نه وي لیکن یو څه ثابت سوي تخنیکونه شتون لري کوم چي یې کومک کولای سي.

ددې دپاره چی شروع وکړئ، د عادت هدف مو وټاکئ کوم چی تاسو غواړئ ترلاسه کړئ. بعضي وخت دا کومک کوي څو تاسو ستاسی هدف په کوچنیو او اسانو برخو وویشي ترڅو هدف ته ورسیږئ. بيا نو ددې وروسته چي دا کار مو خپل ورځني تقسيم اوقات ته ور جمع کئ او باوري احساس مو وکئ، تاسو کولای سئ د وخت په تیریدو نور هم ور جمع کړئ، د کاميابۍ راز په ټينګ عزم، تکرار او ثابتوالي کي دئ

  • کوچني یې شروع کړئ: که چیرې تاسو غواړئ سهار وختي ورزش ترسره کړي لیکن تاسې سهار وختي ویښېدونکی شخص نه یاست،  نو تاسي يې د سهار وختي په پاڅېدلو سره شروع کړئ.

  • تدريجي تغیرات رامنځته کړئ:: که چیری تاسو غواړی چی سالم خوراک خپل هدف وګرځوئ لیکن خپل ځان ومومی چی په تیزي سره او ناسمه انتخاب کوئ، کوښښ وکړئ چې کوچني تغیرات رامنځته کړئ. د مثال په ډول: تازه مېوه وخورئ خپل د عمومي خوږو پر ځای، او یا هم یو بله سالمه غذا د یو سره سوي یا ډیر مالګیني غذا پر ځای اضافه کړئ.

  • ماته مه منئ: هر څوک وخت ناوخته لویږي. دا مهمه ده چې اجازه ور نکړئ څو یو ناکامه کوښښ ستاسي کامیابي ستاسي د هدف د ترلاسه کولو په موخه وټاکي. چيرې چې تاسو پرېښودلې وي هلته یې بیرته شروع کړئ او متمرکز پاته سئ.

نور تخنیکونه چي استعمالولای يې سئ

  • پر اوږو کښېنول (اضافه کول) دېته ویل کیږی کله چې تاسې یو نوی سلوک یو عادت ته چی تاسو یې ترسره کوئ اضافه کړئ. د مثال په توګه: تاسو خپل غاښونه برس کوئ لیکن تاسو غواړئ چي د غاښونو تار کارول یو عادت جوړ کړئ ځکه چی تاسو مخکي څخه غاښونه مینځئ او غاښونه مینځل خپله یو خبرداری ورکوي چی د غاښونو تار هم استفاده سي.

د ۲۰ ثانیو قاعده د خنډونو له منځه وړل او اضافه کول عادتونو ته په بر کي نیسي( پدې باندی مربوط دي چی آیا تاسې غواړئ یو عادت له منځه يوسي یا یو نوی عادت تشکیل کړئ). د یو عادت اسانه یا سخت اجرا کول فقط په شل ثانیو کې کولای سي چی یو تغیر راولي چې ایا یو نوی عادت تعقیب کړل سی یا د پخواني عادت په وړاندی مقاومت وسي.

دا ویډیو د عادت جوړولو لپاره 20 ثانیه قانون تشریح کوي:

Quiz

که چیری ستاسو هدف وی ترڅو سهارنۍ ځغاسته خپل عادت جوړ کړئ، کوم اوسنی عادت به غوره وي څو ورباندي اضافه کړای سی؟

اقدام وکړه

Photo by Content Pixie on Unsplash

د نوي عاداتو اضافه کول او د پخوانیو عاداتو پریښودل خپل  ورځني کړنو ته کیدای سي سخت اوسي، لیکن ښه خبر دادی چی دا کیدای سي وسي!

په یاد ولرئ که چیری تاسو ولویږي دا به د دنیا اخیره نه وي.

خپل ځان مو د هغو اشخاصو باندی چاپیره کړئ چی ستاسې غوندی اهداف ولري. کوښښ وکړئ څو ولیکئ چی کوم عادات غواړئ ترسره کړئ دا به تاسو ته یو صافه نظریه درکړي چی کوم څه تاسو غواړی ترلاسه کړی، او کمک به وکړی څو خپل ځان مسوول وساتئ. ښه بخت

License:

Your feedback matters to us.

دغې درس ما سره مرسته وکړه تر څو موضوع په ښه توګه زده کړم

Get support to take action on this Byte