بعضي وخت تاسو حس کولای سئ چي یو څه غلط دي لیکن دا معلوم نه وي چی اصلي موضوع څه ده.

د یو مشکل مشخص کول یا پېژندل د مشکل د حل کولو لومړنۍ مرحله ده او مؤسسه د یو موثره او ګټور جواب سره د یو ننګونې په وړاندې پریږدي.

Photo by Volodymyr Hryshchenko on Unsplash

څه ډول کولای سو چي یو مشکل تشخیص کړو

د یو حالت تشخیص کول شاید په لومړي نظر اسانه معلوم سی. په اصل کي دا کېدای سي کوښښ او وخت ونیسي چې هغه اصلي لامل یا ریښه مشخص سي.

Flaticon Icon

دلته یو څه لارښووني دي تر څو د یو پیښې د سرچینې په هکله تحقیق شروع کړئ:

  • د W's (علت) تشخيص وکړئ

کله چې یو مشکل څرګندوئ، مهمه ده چې د معلوماتو سره وي. ددې پر ځای چي فقط ووایاست مشکل څه دئ، لاندي څه مشخص کړئ:

  1. نښي یې څه دي؟

  2. کوم سامان آلات استفاده سویدي؟

  3. څوک پکښي داخل دي؟

  4. کله دا پېښه وسو؟

  5. په کوم ځای کي واقع سول؟

  • پر خپل مشکل باندې تمرکز وکړئ

    تاسو شاید کله چي د یو مشکل په هکله تحقیق کوئ، جوابونه او حل لاري رامنځته کړئ. د تشخیص په لومړي مرحله کي د فکر په تحریک باندې تاکید وکړئ ترڅو یو حل لاره جوړه کړئ او پر خپل مشکل باندي تمرکز وکړئ تر هغه وخته چي تاسو د موضوع صحیح او اصلي هدف نه وی ترلاسه کړئ.

  • تاثیر یې وټاکئ

    دا کافي نده چي فقط تاسو معلوم کړئ چي څه غلط دي. ددې لپاره چی په کامیابه ډول یو مشکل تشخیص کړو،  تاثیرات یې مشخص کړئ. بهتره به وي که چیرې تاسو یې وکولای سئ مقداري يې کړئ د اعدادو پواسطه یې اندازه کړئ

Quiz

د مشکل د تشخیص په مرحله کي څه ډول کولای سو چي د مشکل ریښه په دقیق ډول تشخیص کړو؟

مهارتونه مو تېره کړئ

 یو تېز او موثره مشکل حلوونکي اوسېدل تمرین او زیار ته ضرورت لري. اوس، خپل شیان سره یو ځای کړئ او پیدا کړئ چي څه تاسو د خپل هدف د ترلاسه کولو څخه منع کوي.

Photo by Louis Hansel @shotsoflouis on Unsplash

  • د مشاهده کولو ځیرک حس ته پرمختګ ورکړئ

    د مشکل په معلوماتو کي غرق سئ. هغه څه وليکئ چی تاسو یې وینئ، اورئ او حس کوئ. یو مغزي مشکل حل کوونکي همیشه ددې پلټونکی وي چې څه نوې دي او کوښښ کوي څو پوه سي کوم څه نامعلوم او مبهم دي.

  • تخليقي او کره تحلیل وکړئ

    نوي نظریاتو ته آزاد اوسېدل او د یو تخليقي مغز او فکر درلودل مهم دئ د موضوع په تشخیص کولو کي. له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ چی کوم نظر تنګي زه شاید ولرم چي شاید زما پر لید د مشکل په وړاندی تاثیر ولري؟

  • د مشکل په تشخيص کې رهبري تمثیل کړئ

     ود پروسې مسؤولیت د یو رهبر غوندې په غاړه واخله، د خپل مهارتونو څخه استفاده وکړه د تصمیم په نیولو، لومړیتوب ورکولو، توازن ورکولو، منسجم کول، خبرو اترو او د مشکل د مشخص کولو وخت کي ارزونه کول.

Quiz

کله چي تاسو متضاد ثبوتونه د یو مشکل د دلیل په هکله ترلاسه کړئ، څه ډول باید ځواب ورکړئ؟

اقدام وکړه

په صحیح ډول تشخیص سوی مشکل به تاسو ته یوه صفا او دقیقه لاره په لاس درکړي چي چیری مخکې ولاړ سئ.  پرته له دقیق پوهاوي څخه شاید تاسو د ګډوډي، د منابعو ضایع،  او حتی منفي روحیې سره مخامخ سئ.

.په یاد ولرئ چي په ښه ډول تشخیص سوی مشکل نیمی حل دئ

Photo by STEPHEN POORE on Unsplash

License:

Your feedback matters to us.

دغې درس ما سره مرسته وکړه تر څو موضوع په ښه توګه زده کړم

Get support to take action on this Byte