Byte Author Uploaded Image

په نړۍ کي ډېر معتادوونکي مواد شتون لري. ځيني یې دومره عام دي چي تاسي یې د شیدو او هګۍ سره رانیولای سئ. نور یې غیر قانوني یا په ټولنیز ډول نه منل کېدونکي دي. خو ټوله معتادوونکي مواد یوازیتوب را منځته کوي او ژوند ته مو ضرر رسوي.

نو هغه کوم ځیني داسي عام روږدي کوونکي مواد دي؟

تنباکو Nicotine

Byte Author Uploaded Image

  • Nicotine په تنباکو کي هغه تر ټولو مهم روږدي کوونکی توکی دئ.

  • د تنباکو تولیدات په ځینو مملکتو کي قانوني دي او په آساني سره رانیول کیږي.

  • د تنباکو استعمال تر نور ټولو روږدي کوونکي موادو ډېر ژوندونه اخلي.

  • که څه هم Nicotine خپله سرطان ناروغي نه رامنځته کوي، په تنباکو کي استعمال سوي نور کیمیاوي مواد یې رامنځته کوي.

  • په متحده آیالاتو کي هر کال د تنباکو د استعمال څخه  تر ۴۸۰،۰۰۰ ډېر مرګونه رامنځته کیږي.

الکول

Byte Author Uploaded Image

  • لکه تنباکو، الکول هم قانوني او د لاسرسي وړ دي.

  • دا چي شراب څښل ډېر عام دي، د الکول د معتادۍ په ګوته کول سخته ده.

  • د الکول تر حد ډېر څښل ډېري منفي نتیجې لري لکه: د ینې ناروغیاني او Overdose.

  • د نشې په وخت کي د موټر چلولو له امله هر کال په زرهاوو خلګ مري.

Quiz

په الکولو معتاده کېدل دې ته لار هواروي چي اوږدمهاله څښاک وسي چي بیا د لاندي باعث ګرځي

Cannabis چرس

Byte Author Uploaded Image

  • چرس په ځینو مملکتو کي قانوني دي مګر په ځینو نورو کي د مرګ سزا ورته ټاکل سوې ده. 

  • چرس که څه هم د الکولو او تنباکو په شان په فزیکي ډول معتادوونکي نه دي، خو په رواني شکل کېدلای سي روږدي کوونکي واوسي.

  • د ځینو خلګو لپاره، د چرسو اعراض داسي وي لکه د Nicotine اعراض. دوی کېدلای سي د تخریشیت د زیاتوالي، اضطراب، ژور خفګان، ناراحتي، او د خوب د مشکل سره مخ سي.

تاریاک

Byte Author Uploaded Image

  • تاریاک داسي درمل دي چي د درد حس د منځه وړي تر څو خلګ د جراحي د دردو او نورو طبي حالاتو پر وړاندي د بې دردۍ احساس تجربه کړي. 

  • په تاریاکو کي د هیرویین، مورفین، fentanyl، oxycodone، او Hydrocodone مواد شامل دي. 

  • که څه هم د ډاکټرانو لخوا دا نشه کوونکي مواد په نسخه کي ورکول کیږي، بیا هم معتادوونکي او خطرناک دي.

  • ددوی د قوي تاثیر له کبله چي پر دماغ یې لري، دوی یو د هغه درملو څخه دي چي په غلط شکل استعمالیږي.

Quiz

په متحده آیالاتو کي د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۸ کلونو په منځ کي هغه مرګونه چي د تاریاکو د ورکولو له کبله رامنځته سوي دي، کچه یې څومره پورته سوې ده

تنبه کوونکي Stimulants

Byte Author Uploaded Image

  • تنبه کوونکي د یو شخص د بدن فعالیتي قابلیتونه چټکوي.

  • په Stimulants کي Cocaine، Crack، Amphetamines، او Methamphetamines  درمل شامل دي.

  • لکه تاریاک، د دواوو په دې ډله کي هم قانوني او هم غیر قانوني مواد شامل دي، چي ټوله کېدلای سي په غلط شکل استعمال سي.

  • Stimulants کولای سي د زړه حمله، ناڅاپي مرګ، د غړو تخریب، دماغي تخریب او مرګ رامنځته کړي.

Sedatives آراموونکي

Byte Author Uploaded Image

  • Sedatives معمولاً په اضطراب او خوب اړوند مشکلاتو کي استعمالیږي.

  • دوی د نسخه یي دواوو داسي یو ډول دئ چي ستاسي د دماغ فعالیت کراروي.

  • په دې ډول کي Benzodiazepines، Barbiturates، او Hypnotics شامل دي.

  • Sedatives د قابل کنټرول دواوو په شکل طبقه بندي سوي دي ځکه دوی د Abuse، غلط استعمال او د دوی د کاذبي خوشحالۍ پر وړاندي قابل دي.

  • چیري چي زیاتره خلګ دا دوا د ډاکټر په توسیه اخلي، ډېر نور د دوی د غلط استعمال او روږدي کېدو سره لاس او ګرېوان دي.

Quiz

په قانوني ډول آیا د Sedatives د استعمال پر وخت موټر چلولای سو؟

اقدام وکړه

Byte Author Uploaded Image

ډېر معتادوونکي مواد د پرچون پلورنځیانو په لارو او حتی ستاسي د درملو په المارۍ کي کولای سئ پيدا کړئ. که چیري تاسی باوري نه یاست چي باید تاسي خپل د موادو پر خلاف عمل وکړئ تر څو هغه کنټرول سي، د ځان څخه وپوښتئ:

  • آیا تاسي تر ننه د الکولو، Nicotine او نورو درملو د پرېښولو کوښښ کړی دئ او ناکامه پاته سوي یاست؟ او یا هم د پرېښولو د کوښښ کولو پر وخت د هغو د بیرته راګرځېدونکي اعراضو سره مخ سوي یاست؟

  • آیا تاسي ته مشکله ده چي ورځ یا هفته بېله الکولو، Nicotine او یا درملو د استعمالولو څخه تېره کړئ؟ آیا تاسي د ورځي ډېره برخه په دې فکر کي تېروئ چي دا مواد استعمال کړئ؟

  • تر ننه داسي سوي دي چي د نسخې درمل مو خپل د ختم د وخت تر مخه ختم کړي وي؟ او یا مو د بل چا درمل کار کړي وي؟

په دې پوهېدل چي تاسي په یو درمل معتاد سوي یاست ډېره سخته ده. که ستاسي جواب د پورته څخه یوې پوښتني ته هم (هو) وي، کېدلای سي تاسي د معتادۍ څخه کړېږئ. د یو مسلکي کس سره لیدل او کومک اخیستل یو ډېره ښه نظریه ده.

License:

Your feedback matters to us.

دغې درس ما سره مرسته وکړه تر څو موضوع په ښه توګه زده کړم

Get support to take action on this Byte