Learn • Anywhere
Rumie logo

څه شی دی چې تاسو واقعیا ترلاسه کول غواړئ؟ ستاسو د راتلونکي لپاره ستاسو خوبونه څه دي؟

Byte Author Uploaded Image

که چیری تاسی مطمین نه یاست هيڅ خبره نه ده ! دغه معلومات به ستاسوسره د خپل راتلونکی ۵ کلن پلان په ټاکلو کښی او خپل اهداف ته په رسیدو کښی مرسته وکړی.

ځپل هدف ټاکل او هدف ترلاسه کولو لپاره یو پلان جوړول ستاسو سره د خپل پرمختګ تعقیبولو کښی مرسته کوی . لاندی ځینی ټکی دی چی ستاسو سره په پنځه کلن پلان کی کومک کوی.

لومړی ګام

راتلونکی لویی ګټی پّ نظر کی ونیسی

تاسو خپل ژوند ۵ کاله وروسته څه ډول غواړی؟ ستاسو لپاره څه مهم دي؟

لاندی کتګوری باید په خپل فکر کښی ولری.

  • مسلک

  • تعلیم

  • فامیل

  • صحت

  • سفر

دا یوازې د کټګوریو ځینې مثالونه دي. ممکن نور هم وي چې تاسو سره ډیر تړاو لري.

یو څه وخت د خپل ځان سره فکر وکړی هرهغه څه چی مو د خپل راتلونکی لپاره مو په ذهن کی راځی د کاغذ پر مخ یی ولیکی . وروسته مو دغه لړلیک را لنډکړی او ترټولو مهمنقاط په سلسله سره له لوړه تر لاندی ولیکی.

Quiz

څو دانی پنځه کلن اهداف باید تاسی جوړکړی ؟

دوهم قدم

په دوهم قدم کی څو برخی یی کړی

خپلی موخی ته په ښه توګه د رسید لو لپاره د هر غټ هدف لپآره کوچنی اهداف وټاکی.

Byte Author Uploaded Image

خپل ۵ کلن هدف کوچني ته مات کړئ ترڅو تاسو په لاره کې وساتئ. له ځانه لاندې پوښتنه وکړئ:

خپل پنځه کلن هدف ته د رسیدو لپاره زه باید د یوه کال، ۶ میاشتی، یوی میاشتی او د یوی هفتی پّجریان کښی څه باید وکړم؟

ډاډ ترلاسه کړی چی ستسو هر کوچنی هدف د غټ هدف سره تړاو لری . د مثال په ډول: ستاسړ د یړی اړړنی پلان تاسی د میاشتی پلان ته د رسیدو کومک کوی . د یوی میاشتی پلان تاسو د کلنی پلان هدف ترلاسه کولو کومک کوی او دغسی مخته ...

مثال

۵ کلن هدف: د ارواپوهنی په برخه کی د ماسټر سند ترلاسه کول.

۱ کلن هدف: ماسټری پروګرام ته ثبت نام کول .

۶ کلن هدف: د داخلی لپاره تول اړین اسناد اماده کول .

۱ میاشتنی هدف: د ارواپوهنی د څیړنی موضوع په نښه کول اوپه هغو کښی غوره ۳ دانی انتخابږل.

یوی هفتی هدف: په پوهنتون کښی د ارواپوهنی څانګی سره تماس نیول .

Quiz

که ستاسو ۵ کلن هدف د میراتھن چلول وي، نو لاندې کوم یو مناسب ۱ کلن هدف دی؟

Did you know?

کله چې اهداف رامینځته کړئ ، نو دا ښه نظر دی چې دوی سمارټ وساتئ: مشخص ، اندازه کیدونکی ، د پام وړ ، اړونده ، د وخت حد. د "سمارټ اهدافو ترتیبات او لاسته راوړنې" بایټ چیک کولو سره نور زده کړئ.

دریم قدم

 همدغی تګلاری ته ړوام ورکول

تاسی خپل ځان تهخ اهداف ټاکلی دی او هغه مو په کوچنی ټوټو ویشلی دی . اوس یی وخت دی چی فکر وکړی چی څنګه په همدغه ډول ادامه ورکړی . لاندی ځینی نظرونه دی.

Byte Author Uploaded Image

  • اهداف او هغه ترسره کولولپاره  ټاکلی وختونه په  Excel spreadsheet کی جوړوه.

  • خپل اهداف پریو کاغذ ولیکی او هغه په کورکی د یخچال د دروازی پر مخ ونښلوی چی پهیاد مو وی هر ورځ.

  • د دوستانو یا خپلوانو له جملی څخه کوم کس وټاکی چی ستاسی سره کومک وکړی او ستاسی جوابګویه ملګری وی.

  • د موخو د تعقیبولو اپ دانلوډ کړي.

  • یو لیدبورد جوړ کړۍ او وښایاست چي هره ورځ یی بیا تاسي وکورۍ

  • ·           په جنتره کی میاشتنی او کلنی یاداښت وټاکی.

ممکن ده چی د خپل هدف څخه ليری سی او د هدف لید له لاسه ورکی نو باید یو پلان جوړ کړی چی تاسو خپل په هدف باندی پاته کی او هدف ته د رسیدو لپاره ستاسو سره کومک وکړی .

Quiz

لاندی کوم یو په هدف باندی د پاتی کیدو ښه لاره ده؟

په ذهن کې ساتلو شیان

کیدای سی چی تاسی د خنډونوسره مخ سی. په ژوند کښی ټولی چار ید پلان مطابق نه ترسره کیزی او ډیر وخت د مشکلاتو سره مخامخ کیزی . په داسی حال کی باید خپل پلان ته د حالاتو مطابق سمون ورکړی . چی هدف ته د رسیدو لپاره مو خپلی چاری دوام ومومی.

په پلان کی تغیر راتلای شی. بعضی وخت د چارو لومړیتوب تغیر وکړی کیدای سی چی پلان د جوړولو په وخت کی ستاسو لپاره ترفیع اخیستل اول لومړیتوب درلود خو د وخت په تیریدوسره تاسو دا پریکړه وکړه چی د ترفیع اخیستلو پر ځای غواړی چی مکتب یا پوهنتون ته ته بیرته ادامه ورکړی . دا هم صحیح ده ! که مو د یوی موخی ته د رسیدو ضرورت کم شی چی دا موخه یا واړوی یا پریږدی . خپل پلان  د ضرورت او حالاتو مطابق جوړ کړي .

اقدام وکړه

Photo by Sergey Tarasov on Unsplash

لنډیز! د خپل ۵ کلن راتلونکی اهداف ټاکل د خپل راتلونکی لپاره د یوه لارښوود د لرلو په مثال ده . کم چی تاسو ته واضع اهداف په نښه کوی او د پرمختګ په لاره کی مرسته درسره کوی .

یو څو دقیقی د خپل ۵ کلن اهداف په اړه فکر وکړی کوم چی تاسی یی غواړی لاسته یی راوړی . کوم کار دی چی په دغه  اوونی کښی په سرته رسولو سره خپل راتلونکی هدف ته رسیدلو کښی مرسته درسره کوی.

Did you know?

کله چې اهداف رامینځته کړئ ، نو دا ښه نظر دی چې دوی سمارټ وساتئ: مشخص ، اندازه کیدونکی ، د پام وړ ، اړونده ، د وخت حد. د "سمارټ اهدافو ترتیبات او لاسته راوړنې" بایټ چیک کولو سره نور زده کړئ.
License:

This Byte has been authored by

SB

Stephanie Booth

"I've learned that I still have a lot to learn." Maya Angelou

JH

Jamshid Hashimi

I am a definite optimist

Pushto

🍪 We use technical and analytics cookies to ensure that we give you the best experience on our website. more info