This logo isn't an ad or affiliate link. It's an organization that shares in our mission, and empowered the authors to share their insights in Byte form.
Rumie vets Bytes for compliance with our
Standards.
The organization is responsible for the completeness and reliability of the content.
Learn more
about how Rumie works with partners.
په نړۍ کي ډېر معتادوونکي مواد شتون لري. ځيني یې دومره عام دي چي تاسي یې د شیدو او هګۍ سره رانیولای سئ. نور یې غیر قانوني یا په ټولنیز ډول نه منل کېدونکي دي. خو ټوله معتادوونکي مواد یوازیتوب را منځته کوي او ژوند ته مو ضرر رسوي.
نو هغه کوم ځیني داسي عام روږدي کوونکي مواد دي؟
تنباکو Nicotine
Nicotine په تنباکو کي هغه تر ټولو مهم روږدي کوونکی توکی دئ.
د تنباکو تولیدات په ځینو مملکتو کي قانوني دي او په آساني سره رانیول کیږي.
د تنباکو استعمال تر نور ټولو روږدي کوونکي موادو ډېر ژوندونه اخلي.
که څه هم Nicotine خپله سرطان ناروغي نه رامنځته کوي، په تنباکو کي استعمال سوي نور کیمیاوي مواد یې رامنځته کوي.
په متحده آیالاتو کي هر کال د تنباکو د استعمال څخه تر ۴۸۰،۰۰۰ ډېر مرګونه رامنځته کیږي.
الکول
لکه تنباکو، الکول هم قانوني او د لاسرسي وړ دي.
دا چي شراب څښل ډېر عام دي، د الکول د معتادۍ په ګوته کول سخته ده.
د الکول تر حد ډېر څښل ډېري منفي نتیجې لري لکه: د ینې ناروغیاني او Overdose.
د نشې په وخت کي د موټر چلولو له امله هر کال په زرهاوو خلګ مري.
Quiz
په الکولو معتاده کېدل دې ته لار هواروي چي اوږدمهاله څښاک وسي چي بیا د لاندي باعث ګرځي
Did you know?
Want to discuss this Byte or other content from Rumie? Join us in the Rumie community on Discord to connect directly with other learners using text and voice chat!
Cannabis چرس
چرس په ځینو مملکتو کي قانوني دي مګر په ځینو نورو کي د مرګ سزا ورته ټاکل سوې ده.
چرس که څه هم د الکولو او تنباکو په شان په فزیکي ډول معتادوونکي نه دي، خو په رواني شکل کېدلای سي روږدي کوونکي واوسي.
د ځینو خلګو لپاره، د چرسو اعراض داسي وي لکه د Nicotine اعراض. دوی کېدلای سي د تخریشیت د زیاتوالي، اضطراب، ژور خفګان، ناراحتي، او د خوب د مشکل سره مخ سي.
تاریاک
تاریاک داسي درمل دي چي د درد حس د منځه وړي تر څو خلګ د جراحي د دردو او نورو طبي حالاتو پر وړاندي د بې دردۍ احساس تجربه کړي.
په تاریاکو کي د هیرویین، مورفین، fentanyl، oxycodone، او Hydrocodone مواد شامل دي.
که څه هم د ډاکټرانو لخوا دا نشه کوونکي مواد په نسخه کي ورکول کیږي، بیا هم معتادوونکي او خطرناک دي.
ددوی د قوي تاثیر له کبله چي پر دماغ یې لري، دوی یو د هغه درملو څخه دي چي په غلط شکل استعمالیږي.
Quiz
په متحده آیالاتو کي د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۸ کلونو په منځ کي هغه مرګونه چي د تاریاکو د ورکولو له کبله رامنځته سوي دي، کچه یې څومره پورته سوې ده
تنبه کوونکي Stimulants
تنبه کوونکي د یو شخص د بدن فعالیتي قابلیتونه چټکوي.
په Stimulants کي Cocaine، Crack، Amphetamines، او Methamphetamines درمل شامل دي.
لکه تاریاک، د دواوو په دې ډله کي هم قانوني او هم غیر قانوني مواد شامل دي، چي ټوله کېدلای سي په غلط شکل استعمال سي.
Stimulants کولای سي د زړه حمله، ناڅاپي مرګ، د غړو تخریب، دماغي تخریب او مرګ رامنځته کړي.
Sedatives آراموونکي
Sedatives معمولاً په اضطراب او خوب اړوند مشکلاتو کي استعمالیږي.
دوی د نسخه یي دواوو داسي یو ډول دئ چي ستاسي د دماغ فعالیت کراروي.
په دې ډول کي Benzodiazepines، Barbiturates، او Hypnotics شامل دي.
Sedatives د قابل کنټرول دواوو په شکل طبقه بندي سوي دي ځکه دوی د Abuse، غلط استعمال او د دوی د کاذبي خوشحالۍ پر وړاندي قابل دي.
چیري چي زیاتره خلګ دا دوا د ډاکټر په توسیه اخلي، ډېر نور د دوی د غلط استعمال او روږدي کېدو سره لاس او ګرېوان دي.
Quiz
په قانوني ډول آیا د Sedatives د استعمال پر وخت موټر چلولای سو؟
اقدام وکړه
ډېر معتادوونکي مواد د پرچون پلورنځیانو په لارو او حتی ستاسي د درملو په المارۍ کي کولای سئ پيدا کړئ. که چیري تاسی باوري نه یاست چي باید تاسي خپل د موادو پر خلاف عمل وکړئ تر څو هغه کنټرول سي، د ځان څخه وپوښتئ:
آیا تاسي تر ننه د الکولو، Nicotine او نورو درملو د پرېښولو کوښښ کړی دئ او ناکامه پاته سوي یاست؟ او یا هم د پرېښولو د کوښښ کولو پر وخت د هغو د بیرته راګرځېدونکي اعراضو سره مخ سوي یاست؟
آیا تاسي ته مشکله ده چي ورځ یا هفته بېله الکولو، Nicotine او یا درملو د استعمالولو څخه تېره کړئ؟ آیا تاسي د ورځي ډېره برخه په دې فکر کي تېروئ چي دا مواد استعمال کړئ؟
تر ننه داسي سوي دي چي د نسخې درمل مو خپل د ختم د وخت تر مخه ختم کړي وي؟ او یا مو د بل چا درمل کار کړي وي؟
په دې پوهېدل چي تاسي په یو درمل معتاد سوي یاست ډېره سخته ده. که ستاسي جواب د پورته څخه یوې پوښتني ته هم (هو) وي، کېدلای سي تاسي د معتادۍ څخه کړېږئ. د یو مسلکي کس سره لیدل او کومک اخیستل یو ډېره ښه نظریه ده.
This Byte has been authored by
Margaret Proffitt
Learning Designer | Travel Junkie | Book Lover
Kassie Dwarika
Director of Content Programs | Debate Coach